په افغانستان کې د شري ناروغي ډېره شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153792-په_افغانستان_کې_د_شري_ناروغي_ډېره_شوې_ده
د روغتیا نړیوال سازمان، ډبيلو‌ايچ‌او ویلي چې، په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د شري ناروغۍ مثبتې پېښې د وړمې میاشتې پرتله ۳۴،۴ سلنه زیاتې شوې دي.
(last modified 2024-11-02T00:18:52+00:00 )
Nov 02, 2024 04:38 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د شري ناروغي ډېره شوې ده

د روغتیا نړیوال سازمان، ډبيلو‌ايچ‌او ویلي چې، په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د شري ناروغۍ مثبتې پېښې د وړمې میاشتې پرتله ۳۴،۴ سلنه زیاتې شوې دي.

دغه سازمان پرون جمعه په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې، په سپټمبر میاشت کې د شري ۴۱۵۵ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د ملګروملتونو ادارې دا هم ویلي چې، په سپټمبر کې د شري له امله ۱۸ مړینې ثبت شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې، سږ کال په افغانستان کې د شري ناروغۍ ټولټال ۵۲ زره او ۵۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.