په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153886-په_افغانستان_کې_د_شري_ناروغۍ_پېښې_زیاتې_شوې_دي
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي  چې سږکال د تېر کال پرتله په افغانستان کې د شري یا سرخکان مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
(last modified 2024-11-04T08:12:24+00:00 )
Nov 04, 2024 12:39 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي  چې سږکال د تېر کال پرتله په افغانستان کې د شري یا سرخکان مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان ویلي  چې روان کال په افغانستان کې د شري ناروغۍ شپږ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

زمان زیاتوي، چې د عامې روغتیا وزارت سږ کال د شري ضد واکسین څو کمپاینونه پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړیوال سازمان په تازه راپور کې ويلي، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې ۱۸ کسان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په روانه میاشت کې په افغانستان کې د شري ۴زره ۱۵۵ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.