نیمايي بې ځایه شوي افغانان ماشومان دي
د “سېف دي چلډرن” چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې په افغانستان کې تر ۳۸ زرو زیات کسان، چې نیمایي یې ماشومان دي، د سختو موسمي پېښو له امله بېځایه شوي دي.
دا شمېر د تېر کال د ټولو بېځایه شویو کسانو له شمېر څخه زیات دی.
سیف دي چلدرن په خپل راپور کې ویلي: “سره له دې چې افغانستان د کاربون لږه کچه خپروي، دغه هېواد د اقلیم له سختو اغېزو لکه وچکالۍ، سېلونو او توپانونو سره مخامخ دی.”
د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د اقلیمي بدلون په وړاندې د نړۍ شپږم تر ټولو زیانمن هېواد دی. د څارونکو سازمانونو په باور د چاپېریالي بحرانونو او د ژورېدونکي بشري ناورین ګډ اغېز په ځانګړې توګه پر ماشومانو ډېر دروند تمام شوی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په راپور کې څرګنده شوې چې په افغانستان کې له ۱۸ کلونو څخه ښکته ۷۰ سلنه ماشومان په بېوځلۍ کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د لویانو کچه ۵۷.۸ سلنه ده.
دغه موندنې د افغانستان د فقر د بحران جدي حالت څرګندوي، او په راپور کې یادونه شوې چې ماشومان د نړۍ د فقیر نفوس نیمایي برخه جوړوي. په افغانستان کې دا تناسب لا هم ډېر اندېښمنوونکی دی، چېرې چې د هېواد د فقیر نفوس ۵۸.۹ سلنه ماشومان جوړوي.