له پاکستان سره په بېلابېلوبرخوکې د هراړخیزوملګرتیاؤلپاره افغانستان تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154744-له_پاکستان_سره_په_بېلابېلوبرخوکې_د_هراړخیزوملګرتیاؤلپاره_افغانستان_تیار_دی
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، "د پاکستان سفیر هم د ګډو ملګرتیاؤ پر پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
(last modified 2024-11-29T04:11:56+00:00 )
Nov 29, 2024 08:40 Asia/Kabul
  • له پاکستان سره په بېلابېلوبرخوکې د هراړخیزوملګرتیاؤلپاره افغانستان تیار دی

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، "د پاکستان سفیر هم د ګډو ملګرتیاؤ پر پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

زمونږخبریال  د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، د دغه وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې ویليدي ، د افغانستان حکومت له پاکستان سره په بېلابېلو برخو کې هراړخیزې ملګرتیا ته چمتو دی.

په راپور کې وئيل شوي دي ، د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې محمد یعقوب مجاهد افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه وبلل او زیاته یې کړه چې دا دواړه هېوادونه ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات او ثابتې اړیکې د دې لامل شوې چې  د طالبانو حکومت په ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام ژوند وکړي او په اقتصادي، سوداګریزو او نورو ګډو مسایلو کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو ووسي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، "د پاکستان سفیر هم د ګډو ملګرتیاؤ پر پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.