د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
Dec 03, 2024 06:36 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې روانه زیږدیزه میاشت کې به د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنۍ ارزونې اړونده غونډه وکړي.
امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي چې په دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر مشره، روزا اوتونبایوا، ملګرو ملتونو کې د اېکواډور استازی، اوچا او د ملګرو ملتونو اړوند د نورو بنسټونو استازي خبرې وکړي.
تر اوسه د دغې غونډې کره نېټه نه ده ښودل شوې.
ټیګونه