په افغانستان کې یونیم  میلیون  وګړي معلول یا پرکوټ دي  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154908-په_افغانستان_کې_یونیم_میلیون_وګړي_معلول_یا_پرکوټ_دي
یوناما پرون سه شنبې ورځې د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت  په یوې خبرتیا کې ویلي دي، په افغانستان کې د معلولیت اصلي لامل د جګړې پاتې شوني دي او  ماشومان ګواښي.
(last modified 2024-12-03T20:45:38+00:00 )
Dec 04, 2024 01:13 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې یونیم  میلیون  وګړي معلول یا پرکوټ دي  

یوناما پرون سه شنبې ورځې د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت  په یوې خبرتیا کې ویلي دي، په افغانستان کې د معلولیت اصلي لامل د جګړې پاتې شوني دي او  ماشومان ګواښي.

زمونږخبریال د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوي  پلاوی (یوناما) د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، په هېواد کې  کابو یو اعشاریه پنځه میلیون  وګړي د معلولیت سره ژوند کوي. له بلې خوا د شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکي وايي، چې په تېرو څو میاشتو کې یې له معلولینو، یتیمانو او بې کوره ښځو سره څه باندې ۱۱ میلیارډه افغانۍ مرسته کړې ده.

په راپور کې وئيل شوي، یوناما پرون سه شنبې ورځې د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت  په یوې خبرتیا کې ویلي دي، په افغانستان کې د معلولیت اصلي لامل د جګړې پاتې شوني دي او  ماشومان ګواښي.

د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان د خاورې یوه برخه په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې درې میلیونه وګړي د جګړې له پاتې شونو او چاودېدونکو توکو څخه په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.

په افغانستان کې هر کال په لسګونو کسان د هغو ماینونو د چاودنو له امله مړه او یا هم معیوب کیږي چې له جګړې څخه پاتې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي، له دې ډلې سره پر خپلو مرستو ټینګار کوي.

دغه دفتر لیکلي چې په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له پام وړ خنډونو سره مخامخ دي.

بايد يادونه وشي، چې په افغانستان د معلولينو، کونډو او يتيمانو شمېر له ٦٠٠ زرو څخه زيات دى.