ازادۍ جبهې په هرات کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا کړې
د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې په هرات کې یې د یو برید په پاېله کې څلور طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم یادې جبهې په خپله اېکسپاڼه کې یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي دي چې دا برید یې د لیندۍ پر ۱۹مه ماښام مهال د هرات ښار شپږمې ناحیې اړوند په «مستوفیت» سیمه کې کړی دی.
د دغې جبهې د ادعا له مخې، کسان یې له طالبانو سره ښکېل شوي؛ خو هغوی ته زیان رسېدلی نه دی.
له دې وړاندې سرچینو ویلي و چې په دغه ښار کې یې د چاودنې او ډزو غږ اورېدلی دی.
ورته مهال، د نوموړې جبهې د سیاسي او عمومي اړیکو د کمېټې رییس داوود ناجي په خپله اېکسپاڼه کې ادعا کړې چې یوازې په یوه ورځ کې یې په کاپیسا، کابل او هرات کې د طالبانو پر لیکو بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مقاومت په نوم جبهې هم د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د یوه طالب د وژلو ادعا کړې وه.
د یادونې ده چې په دې وروسیتو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالب ضد جبهو بریدونه ډېر شوې دي.