روسیې له تور لیسته د طالبانو ایستل تصویب کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155182-روسیې_له_تور_لیسته_د_طالبانو_ایستل_تصویب_کړل
له اوږده ځنډ وروسته د روسیې د پارلمان یا دوما استازو جرګې پرون سې شنبې هغه لایحه تصویب کړه چې حکومت ته لاره هواروي چې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي.
(last modified 2024-12-11T06:31:18+00:00 )
Dec 11, 2024 10:44 Asia/Kabul
  • روسیې له تور لیسته د طالبانو ایستل تصویب کړل

له اوږده ځنډ وروسته د روسیې د پارلمان یا دوما استازو جرګې پرون سې شنبې هغه لایحه تصویب کړه چې حکومت ته لاره هواروي چې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي.

د رسنیو په حواله، د تصویب شوې لایحې له مخې یوه ډله چې په روسیه کې په رسمي توګه ترهګره ډله نومول شوې وي، یوه محکمه کولای شي هغه په لنډ مهاله توګه له دغه لیست څخه وباسي. د دې لپاره چې د دوما د استازو جرګې دغه تصویب شوې لایحه پرقانون بدله شي، د مشرانو جرګې تصویب ته هم اړتیا لري او د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین یې هم باید توشیح کړي.

روسیې پردې سربیره په تیرو څه کم درې نیمو کلونو کې د طالبانو له سرپرست حکومت سره نژدې اړیکي پاللي او خپل سفارت یې هم په کابل کې پرانیستی پریښی.

د طالبانو سرپرست حکومت د دغه راپور په تړاو تراوسه د روسیې د دغه اقدام په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین په تطره جولای میاشت کې ویلي وو چې طالبان اوس د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د دوی متحدین دي.

تردې مخکې د منځنۍ آسیا دوو نورو هېوادونو قزاقستان اوقرغزستان روان کال د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له نوملړڅخه ایستلی وو.