حامدکرزی؛ د نجونو له تعلیم پرته افغانستان پرمختګ نشي کولی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155444-حامدکرزی_د_نجونو_له_تعلیم_پرته_افغانستان_پرمختګ_نشي_کولی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی وایي په هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نجونو د غږ ملاتړ کوي.
(last modified 2024-12-21T06:32:06+00:00 )
Dec 21, 2024 11:00 Asia/Kabul
  • حامدکرزی؛ د نجونو له تعلیم پرته افغانستان پرمختګ نشي کولی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی وایي په هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نجونو د غږ ملاتړ کوي.

کرزي په خپله ایکس پانه لیکلي: “دا غوښتنه یو اساسي حق بولم او تاکید کوم، چې د نجونو له تعلیم پرته افغانستان هیڅکله یوه روښانه راتلونکی نشي درلودی.”

حامد کرزی وایي د علم او پوهې لپاره افغان نجونو غوښتنه او آواز یو برحقه او د یو سوکاله افغانستان غږ دی.

هغه لیکي: “ځوان قشرقدرت د ټولنې د ځان بسیاینې، له احتیاجه د خلاصون، د پرمختگ او آبادۍ یوازینۍ لار ده. د افغانستان د ښیرازۍ او ترقۍ لپاره تعلیم حیاتي دی.”

پخواني ولسمشر هیله ښودلې، چې په هېواد کې به د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.

کرزی داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونيو بلېنکن د طالبانو له حکومته غوښتي،چې د افغان نجونو پر زده کړو او کار بندیز ژر ختم کړي.

نوموړي د پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.