ننګرهار کې هر کال دوه سوه میتریک ټنه د کبانو غوښه تولیدیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو چارواکي وايي د کبانو روزلو صنعت پیاوړتیا په موخه یې هڅې ګړندې کړې دي.
د ننګرهار کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي په دې ولایت کې د کبانو روزلو سل فارمونه موجود دي چې په اوسط ډول ترې د کال دوه سوه میتریک ټنه غوښه تر لاسه او بازار ته د پلور په موخه وړاندې کیږي.
اجمل سبحاني وایي په دغو فارمونو کې درې سوه کسانو ته په مخامخ ډول د کار کولو زمینه برابره شویده.
نوموړي وویل د کبانو روزلو فارمونه د ننګرهار ولایت په هغه ولسوالیو کې فعالیت کوي چې پریمانه اوبه لري او اقلیم یې هم د کبانو روزنې لپاره مناسب دی.
د ننګرهار کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست ویاند وویل د دې ریاست رهبري هڅه کوي چې د کبانو روزنې صنعت پیاوړتیا په موخه پانګه وال وهڅوي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او د حکومت له لورې د کبانو روزنې موجودو فارمونو سره د ستونزو په هواري او همدارنګه د کبانو موسمي ناروغیو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
اجمل سبحاني وویل دوې هڅه کوي په کور دننه د کبانو د نسل تولید اسانتیا هم رامنځته او له بهر نه د روزنې په موخه د کوچنیو کبانو پر راوړلو تکیه راکمه شي.
د ننګرهار کرنې ،مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست داسې مهال په ننګرهار ولایت کې کبانو د غوښې د زیاتوالي خبر ورکوي چې د همدې ریاست د معلوماتو له مخې د ژمې په موسم کې هره ورځ د کبانو لس ټنه غوښه له ګاونډي هیواد پاکستان څخه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته راوړل کیږي.