پاکستان ۵۴ نیول شوي افغانان، افغان لوري ته وسپارل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156022-پاکستان_۵۴_نیول_شوي_افغانان_افغان_لوري_ته_وسپارل
تهران راډیو ـ چارواکي وایي، ۵۴ افغانان چې پاکستان لخوا نیول شوي وو، نن په تورخم ښارګوټې کې افغان لورې ته وسپارل شول.
(last modified 2025-01-06T07:09:28+00:00 )
Jan 06, 2025 11:37 Asia/Kabul
  • پاکستان ۵۴ نیول شوي افغانان، افغان لوري ته وسپارل

تهران راډیو ـ چارواکي وایي، ۵۴ افغانان چې پاکستان لخوا نیول شوي وو، نن په تورخم ښارګوټې کې افغان لورې ته وسپارل شول.

د ننګرهار ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه افغان بندیان چې د ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، کاپيسا، وردګ، خوست، کندهار، غزني، هرات، سمنګان، پروان، بامیان، پکتيا، کندوز، غور، بدخشان، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو اوسېدونکي دي، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.

د خبر پر بنسټ نیول شويو افغانانو د قانوني اسنادو د لرلو سربېره د حاجي کیمپ په زندان کې له دوو ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې بند تېر کړی دی.

ویل کیږي، یاد کسان مرستندویه ادارو ته هم د مرستو تر لاسه کولو په موخه ور پېژندل شوي.