د افغانستان بانک سبا ۲۵ میلیونه ډالره لیلاموي
د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت له لوړېدو سره سم، د افغانستان بانک خبر ورکړی چې نوموړی بانک ۲۵ میلیونه ډالره داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
یاد بانک نن په یو بیانیه کې ویلي چې دا پیسې سبادوشنبه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
د افغانستان بانک له ټولو پر شرایطو برابرو بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ورسره برخه واخلي.
دا پیسې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
طالبانو تېره ورځ هم ۲۰ میلیونه ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کړي وو.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر ارزښت د افغانۍ پر وړاندې لوړ شوی دی.
د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، د اسعارو په بازار کې د یوه امریکایي ډالر د پلور بیه ۸۰.۸۶ افغانۍ او د پېر بیه یې بیا ۷۹.۸۸ افغانۍ ده.