د ایران خصوصي سکټور افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Jan 28, 2025 02:17 Asia/Kabul
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د ایران د خصوصي سکټور له راغلي پلاوي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د ایران د خصوصي سکټور استازو د افغانستان کانونو، کرنې او صنعت برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
له دې سربېره، د ایران خصوصي سکټور د کانونو او کرنې برخو کې د افغانانو روزنې، د یو شمېر تولیداتو معیاري کولو او په خدماتي، تخنیکي، مهندسي برخو کې همکارۍ او له افغانستان څخه د کاني او کرنیزو توکو وارداتو ته چمتوالی ښودلی.
همدا راز په دې لیدنه کې د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په لوړولو، له چابهار بندر څخه په اعظمي ګټې اخیستنې، افغانستان ته د بېکیفیته توکو د صاداراتو د مخنیوي، د ایران د اړتیا وړ سوداګریزو توکو او د ټرانسپورټي او ټرانزیټي توکو د بېو ټیټېدو په تړاو خبرې شوې دي.
ټیګونه