یو افغان په کونړ کښې زرګونو کسانو ته روغتیايي مرکز جوړوي
یو بهر میشت افغان په خپل شخصي لګښت په کونړکې خواوشاه پنځلس زره کسانو لپاره د روغتیايي اسناتیاو زمینه برابروي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې ځایي روغتیایي چارواکي وایي، ددې روغتیایي مرکز په جوړیدو سره به د اسداباد پر مرکزي روغتون دناروغانو حجم راکم شي
دکونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفر الدین وایی، د دې ولایت په مرکز اسداباد کې دا روغتیایي مرکز په بهر کې میشت دکونړ ولایت یو استوګن په پنځه ملیونه افغانۍ شخصي لګښت جوړیږي، چې چارې به یې دشپږو میاشتو په موده کې پاې ته ورسیږي.
نوموړي وویل، ددې اساسي روغتیایي مرکز په جوړیدو سره به زرګونو کسانو ته روغتیایي چوپړتیاوې برابرې شي او داسداباد پر مرکزي روغتون د ناروغانو رش او زیات حجم به هم راکم شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي هم د دې روغتیایي مرکز د بنسټ ډبرې ایښودو پر مهال وویل، هیله داده چې ټولو وګړو ته یو ډول او معیاري روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې شي.
هغه وویل له ټولوشتمنوغواړو چې د دغه افغان په څير خپلو هیوادوالوته په بېلابېلو برخوکې خدمت وکړي.کونړکې دا مهال دګڼو روغتیایي مرکزونو لپاره د ودانیو جوړولو چارې روانې دي چې ټول یې د حکومت له بودجې تمویلیږي.