راشدخان په نړۍ کې لومړی نمبر وېکټ اخیستونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157042-راشدخان_په_نړۍ_کې_لومړی_نمبر_وېکټ_اخیستونکی_شو
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان اوس په نړۍ کې لومړی توپ اچوونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۶۳۳ ویکټې اخیستې دي.
(last modified 2025-02-05T07:30:59+00:00 )
Feb 05, 2025 11:59 Asia/Kabul
  • راشدخان په نړۍ کې لومړی نمبر وېکټ اخیستونکی شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان اوس په نړۍ کې لومړی توپ اچوونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۶۳۳ ویکټې اخیستې دي.

په دغو شل اوریزو لوبو کې د راشد خان نړیوالې او نورې سوداګریزې لوبې شاملې دي.

تر راشد خان وروسته د ویسټ انډیز لوبغاړی ډي جې براوو دی چې ۶۳۱ ویکټې لري.

راشدخان هم په خپله اېکس پاڼه خوښي څرګنده کړې، چې د نړۍ په کرکټ کې یو بل رېکارډ ثبت کړی.