بریتانیا د ۲ زره افغان کمانډویانو پناه غوښتنې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157394-بریتانیا_د_۲_زره_افغان_کمانډویانو_پناه_غوښتنې_رد_کړې
د بریتانیا د دفاع وزارت تائید کړې چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د ۲۰۰۰ پخوانیو افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي.
(last modified 2025-02-17T08:33:32+00:00 )
Feb 17, 2025 13:00 Asia/Kabul
  • بریتانیا د ۲ زره افغان کمانډویانو پناه غوښتنې رد کړې

د بریتانیا د دفاع وزارت تائید کړې چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د ۲۰۰۰ پخوانیو افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي.

دا کمانډو ځواکونه د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د ۳۳۳ او ۴۴۴ قطعو غړي وو، چې د بریتانیا لخوا روزل شوي وو او د افغانستان دننه یې د بریتانوي ځواکونو ترڅنګ جګړه کوله.

د دې ځواکونو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د قومندانۍ افسرانو ته راجع شوي وو، خو د باوري اسنادو سره سره ټول غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې د دې افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې د ردولو لپاره کومه منسجمه پالیسي نشته.

د بریتانیا د دفاع وزارت د دې پوښتنې ځوابولو څخه ډډه کړې چې آیا د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ کومې غوښتنې منلې دي.