د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وشو
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست "علیرضا بیکدلي" فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې له رسنیو سره په مرکه کې وویل، د ایران پالیسي دا ده چې له افغانستان سره خپلې پولې ټینګې کړي، څو د سوداګرۍ د اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو د خلکو تګ راتګ ښه شي. همدارنګه د فراه له والي "مولوي غوث الدین رهبر" سره د ایران د سفیر په کتنه کې، د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې د شته ننګونو د حل په موخه، یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
ایران له افغان پانګوالو ملاتړ کوي
د ایران د آزادو سیمو د عالي شورا منشي "رضا مسرور" د دې په اعلان سره چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۱۲۵ میلیونه یورو بهرنۍ پانګونه په آزادو سیمو او ۱۳۱ میلیونه یورو په ځانګړو سیمو کې شوې چې یوه برخه یې د عربي هېوادونو، منځنۍ آسیا او افغانستان پانګوالو پورې اړه لري او زیاته یې کړه: ایران له افغان پانګوالو څخه ملاتړ کوي.
د هیرمند حقابه د ایران او افغانستان د خبرو اترو دوامداره محور دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، له هیرمند څخه د ایران د حقابې په اړه له وروستیو څرګندونو وروسته د دې په بیان سره چې له افغان چارواکو سره په خبرو کې به د دغې موضوع تخنیکي مسایل په جدي توګه وڅېړل شي، وویل: له افغان لورو سره په خبرو اترو کې، تل د ایران د حقابې د تامین پر ضرورت ټینګار شوی او افغان چارواکي دغه موضوع د یوه قانوني او انساني ژمنې په توګه په پام کې نیسي.