عدليې وزارت د عبدالحکيم شرعي د استعفا خبر رد کړ
Feb 20, 2025 10:38 Asia/Kabul
د طالبانو د عدليې وزارت وياند د دغه وزارت د سرپرست عبدالحکيم شرعي د استعفا په اړه اوازې رد کړې او هغه يې په کلکه غندلي دي.
برکت الله رسولي په یوه خبرپاڼه کې د رسنیو مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې د دا ډول افواهاتو له خپرولو او د خلکو د د اذهانو له مغشوشولو مخکې دې د خپلو معلوماتو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
د رسولي په وینا، د عدلیې سرپرست وزیر د طالبانو د مشرتابه په لارښوونه د دویم ځل لپاره د درملنې لپاره دوبۍ ته تللی دی.
هغه زياته کړه، چې عبدالحکيم شرعي روغ شوى او ډېر ژر به هېواد ته راستون شي او خپلو رسمي دندو ته به ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ځینو رسنیو خبر ورکړی و، چې د عدلیې سرپرست وزیر له خپلې دندې استعفا کړې ده.
ټیګونه