د ننګرهار له مرکزي زندان څخه لسګونه زندانیان خوشې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157498-د_ننګرهار_له_مرکزي_زندان_څخه_لسګونه_زندانیان_خوشې_شول
د ننګرهار د زندانونو چارو رئیس مولوي سهیل سعید  وایي: د سترې محکمې د حکم له مخې د ننګرهار له مرکزي زندان نه ۷۰ تنه زندانیان خوشې او خپلو کورونوته ستانه شول.
(last modified 2025-02-20T09:46:22+00:00 )
Feb 20, 2025 14:13 Asia/Kabul
  • د ننګرهار له مرکزي زندان څخه لسګونه زندانیان خوشې شول

د ننګرهار د زندانونو چارو رئیس مولوي سهیل سعید  وایي: د سترې محکمې د حکم له مخې د ننګرهار له مرکزي زندان نه ۷۰ تنه زندانیان خوشې او خپلو کورونوته ستانه شول.

 نوموړی وایي خوشي شویو زندانیانوپه زندان کې حرفوي زده کړې ترسرلاسه کړي چې پر مټ یې کولاې شي کار وکړي او د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په حل کې ونډه واخلي.

مولوي سهیل سعید خوشې شویو زندانیانو ته ویلي چې هڅه وکړئ بیا ځلي د جرمونو نړۍ ته ورستانه نه شي او خپله ازادي بیا ځلي له لاسه ورنکړي.

د ننګرهار په مرکزي زندان کې د مېرمنو او کوچنیانو په ګډون سلګونه زندانیان د خپل بند شپې او ورځې تیروي.