هلمند کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه مېوه لرونکي بڼونه جوړېږي
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په موسی قلعه، سنګین، کجکي، او نوزاد ولسوالیو کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه د مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د سرچینې د مالومالوماتو له مخې، په یادو بڼونو کې کروندګرو ته د اړتیا وړ نیالګي، چې پکې انځر، انار، انګور، شفتالو، بادام او املوک شامل دي، په وړیا ډول وېشل کېږي.
سرچینه زیاتوي چې کروندګرو ته به د کرنې اړوند یو شمېر وسایل او تجهیزات هم ورکړل شي او د بڼونو د مسلکي روزنې په برخه کې به ورته لازمه روزنه هم ورکړل شي، څو وکولای شي خپل بڼونه په مسلکي ډول وساتي.
د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د (ډاکار) موسسې په تخنیکي ملاتړ، د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر (UNODC) او د جاپان هېواد په مالي ملاتړ ترسره کېږي.