د افغانستان د فراه ولایت ملي ټلویزیون پر راډیو بدل شو
(last modified Fri, 07 Mar 2025 09:28:46 GMT )
Mar 07, 2025 13:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان د فراه ولایت ملي ټلویزیون پر راډیو بدل شو

د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې په فراه کې د طالبانو امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر بنسټ د فشارونو له امله د دغه ولایت ملي ټلویزیون پر راډیو بدل شوی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په فراه کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرولو له بندیز وروسته، په دغه ولایت کې د ملي ټلویزیون خپرونې بندې او یاد ټلویزیون خپل ماهیت راډیو ته بدل کړی دی.

په فراه کې یوې سرچینې د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې په دې وروستیو کې د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست له خوا د یاد وزارت د قانون له مخې د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرولو بندیز پلي کولو لپاره، د زیاتېدونکي فشار په پایله کې ملي راډیو ټلویزیون پرېکړه کړې چې دا پلان پلي کړي.

د سرچینې په وینا، اوس په فراه کې ملي ټلویزیون غیرفعال دی او هېڅ سیمه‌ایزه تصویري خپرونه نه لري او راپورونه یې په غږیزه بڼه خپرېږي.

خبریالانو مرکز زیاته کړې چې فراه اووم ولایت دی چې په رسمي توګه دا بندیز پر سیمه‌ایزو رسنیو پلی کېږي.

نوموړي مرکز پر طالبانو غږ کړی چې د وینا پر آزادۍ، د خبریالانو پر بنسټیزو حقونو او رسنیو دا او نور ناقانونه محدودویتونه لرې کړي او د ټولییزو رسنیو د قانون له مخې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته درناوی وکړي.

د طالبانو امر باالمعروف او نهي عن المنکر قانون له مخې، په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د عکسونو پر خپرولو بندیز په ځينو ولایتونو کې اجرايي شوی دی.

نوموړي وزارت ټينګار کړی چې دا بندیز به ورو ورو په ټولو ولایتونو کې پلي شي.