د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو پر دوه ورځني اوربند موافقه وکړه
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، یوه پاکستاني چارواکي وویل، د تورخم دروازه به، چې پاکستان د تیرې میاشتې په پای کې د افغانستان په خوا کې د نوې پوستې د جوړولو پر سر د اختلاف له امله بنده کړه، د خبرو اترو تر راتلونکي پړاو پورې لا هم بنده پاتې شي.
د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو پر دوه ورځني اوربند موافقه وکړه.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، یوه پاکستاني چارواکي وویل، د تورخم دروازه به، چې پاکستان د تیرې میاشتې په پای کې د افغانستان په خوا کې د نوې پوستې د جوړولو پر سر د اختلاف له امله بنده کړه، د خبرو اترو تر راتلونکي پړاو پورې لا هم بنده پاتې شي.
په تېرو دوو اوونیو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي..
یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط انادولو خبري آژانس ته وویل، دا موافقه د تورخم په ساحه کې د یوې جرګې په ترڅ کې وشوه، چې د دواړو غاړو قومي مشران یې برخهوال وو.
دغه چارواکي زیاته کړه، دواړو خواوو همداراز موافقه وکړه چې د راتلونکو خبرو تر راتلونکي پړاو پورې، چې ټاکل شوې ده د چهارشنبې په ورځ وشي، د کرښې دواړو خواوو ته به “هر ډول” ساختماني کار درېږي.
هغه وویل، تورخم به احتمالاً له دویم پړاو خبرو اترو وروسته بېرته پرانستل شي.
نژدې ۱۰ زره خلک، چې ډېریې افغانان دي، هره ورځ دا لار د درملنې او د پاکستان په سرحدي سیمو کې د کاروبار لپاره کاروي.