طالبان وايي له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې لومړیتوب دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د سرپرست حکومت یوه چارواکي د ایران د باندنیو چارو د وزیر عباس عراقچي پیغام ته په غبرګون کښې چې د ایران د سفارت لخوا په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې خپور شو ټینګار وکړ د کابل لومړیتوب له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو ټینګول دي.
په هرات کښې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د نمایندګۍ مرستیال رحمت الله فیضان په خپلې ایکس پاڼه کښې ولیکل راځئ چې د ایران او د افغانستان ترمینځ له موجودو امکاناتو په ګټه پورته کولو سره د دواړو هیوادونو د ملتونو هوساینه او پرمختګ په دا ډول تامین کړو چې ګډو دښمانانو ته هیڅ ضرورت ونلرو.
هغه وویل چې ایران د خپلو سټراټیژیکو بندرونو له لارې د فارس خلیج او د مرکزي اسیا د هیوادونو ترمینځ په یوه ارتباطي پل باندې بدل شوی دی.
فیضان د خواف ، هرات د اورګاډي لارې او د ترکمنستان او د افغانستان د ګازو نل لیکې ته اشاره وکړه او د چابهار بندر پراختیا یې د دغو ملګرتیاو بریالې بیلګې وبللې.
د افغانستان دغه چارواکې په داسې حال کښې دغه څرګندونې کړي دي چې په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په ایکس اینټرڼیټ پاڼه کښې د خارجه وزیر عباس عراقچي په قول وویل زمونږ ګاونډي هیوادونه د ایران لومړیتوب دی.