د افغانستان – ایران او د اروپا د اورګاډي کوریډور فعال شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158478-د_افغانستان_ایران_او_د_اروپا_د_اورګاډي_کوریډور_فعال_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د صادراتي شیانو لومړنی پیټی د ایران – افغانستان د ریل د کوریډور له لارې ترکیې او اروپا ته واستول شو.
(last modified 2025-03-27T09:13:38+00:00 )
Mar 27, 2025 12:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان – ایران او د اروپا د اورګاډي کوریډور فعال شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د صادراتي شیانو لومړنی پیټی د ایران – افغانستان د ریل د کوریډور له لارې ترکیې او اروپا ته واستول شو.

د افغانستان په هرات ولایت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرکنسول او د هرات د والي په شتون سره د افغانستان لومړنی صادراتي پیټی د ایران او د افغانستان د ریل ګاډي د کوریډور له لارې ترکیې او اروپا ته ولیږدول شو.

د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د افغانستان په لویدیځ کښې له هرات سره د ایران د ریل ګاډي د پټلۍ په وصل کیدا سره د سیمې په ارتباطاتو کښې مهم رول لوبوي او لویدیځې نړۍ ته د ختیځ د اورګاډي د لارې د یوې برخې په توګه یې له چین، قیرقیزستان ، تاجیکستان ، افغانستان ، ایران ، ترکیې او اروپا څخه دوه زره کلومیټره لاره رامینځته کړي ده.

د ایران په ملګرتیا سره د افغانستان – ایران د اورګاډي د کوریډور فعالیدل  د افغانستان د اقتصادي رونق سبب کیږي.