د افغانستان – ایران او د اروپا د اورګاډي کوریډور فعال شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د صادراتي شیانو لومړنی پیټی د ایران – افغانستان د ریل د کوریډور له لارې ترکیې او اروپا ته واستول شو.
د افغانستان په هرات ولایت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرکنسول او د هرات د والي په شتون سره د افغانستان لومړنی صادراتي پیټی د ایران او د افغانستان د ریل ګاډي د کوریډور له لارې ترکیې او اروپا ته ولیږدول شو.
د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د افغانستان په لویدیځ کښې له هرات سره د ایران د ریل ګاډي د پټلۍ په وصل کیدا سره د سیمې په ارتباطاتو کښې مهم رول لوبوي او لویدیځې نړۍ ته د ختیځ د اورګاډي د لارې د یوې برخې په توګه یې له چین، قیرقیزستان ، تاجیکستان ، افغانستان ، ایران ، ترکیې او اروپا څخه دوه زره کلومیټره لاره رامینځته کړي ده.
د ایران په ملګرتیا سره د افغانستان – ایران د اورګاډي د کوریډور فعالیدل د افغانستان د اقتصادي رونق سبب کیږي.