ازبکستان افغانستان کې له شته واقعیتونو څخه ښه درک لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158708-ازبکستان_افغانستان_کې_له_شته_واقعیتونو_څخه_ښه_درک_لري
د سرپرست حکومت ویاند د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې ښې ګڼي او زیاتوي چې دواړه هېوادونه د ګډو ګټو ساتنې ته ژمن دي.
(last modified 2025-04-03T12:08:44+00:00 )
Apr 03, 2025 16:37 Asia/Kabul
  • ازبکستان افغانستان کې له شته واقعیتونو څخه ښه درک لري

د سرپرست حکومت ویاند د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې ښې ګڼي او زیاتوي چې دواړه هېوادونه د ګډو ګټو ساتنې ته ژمن دي.

نوموړی له ازبکستان سره د اړیکو لا پراختیا ته د هیلې په څرګندولو سره وايي چې یاد هېواد په افغانستان کې له شته واقعیتونو څخه ښه درک لري.

وړمه ورځ د ازبکستان ولسمشر ټینګار کړی وو چې د افغانستان په اړه یې د هېواد تګلاره تل عملي ده او له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان سره له رغنده تعامل پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی.

شوکت میرضیایوف د دې خبرې په څرګندولو سره چې ازبکستان له اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو شریکانو سره د افغانستان د پرمختګ په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی وویل چې په افغانستان کې ټیکاو د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري.