افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو حالاتو او پیښو د جاجولو له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو، نو هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست " مولوی عبدالکبیر " د ایران د خارجه وزارت د جنوبي آسیا د چارو له عمومي مدیر او مل پلاوي سره وکتل او له ایران سره یې د ګډو غونډو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه.
عبدالکبیر له محمد رضا بهرامي سره په خپله کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې سره، د ایران له خوا د افغان کډوالو د لسیزو اوږد کوربه توب ستاینه وکړه او له کډوالو سره یې د اسلامي چلند غوښتنه وکړه. د افغانستان د کډوالو چارو سرپرست وزیر د افغان کډوالو د رضاکارانه راستنیدو لپاره د کابل پلانونه بیان کړل او ویې ویل: "د راستنیدونکو کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره د ۴۶ استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو پلان به پلي شي."
په دغې کتنې کښې ښاغلي بهرامي هم د موجوده ننګونو د حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او په ایران کې یې د څو ملیونو افغان اتباعو شتون ته اشاره وکړه چې ځینې یې قانوني اسناد هم نه لري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا لپاره عمومي رییس د افغانستان د کډوالو وزیر ته بلنه ورکړه چې تهران ته سفر وکړي.
ښاغلي بهرامي همداشان د هستوګنې د ښارګیو د جوړولو لپاره د افغانستان د پلان هرکلی وکړ او هغه یې خپل هیواد ته د کډوالو د ستنیدو د بهیر د اسانولو په لړ کښې یو مثبت ګام وباله.
*/*/*
د افغان حکومت سرپرست اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي تړون د بشپړ پلي کولو لپاره د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د تخنیکي غونډې د ترسره کولو اعلان وکړ.
د افغانستان د حکومت د اقتصادي مرستیال سرپرست دفتر په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ: د تهران-کابل اقتصادي تړون د بشپړ پلي کولو لپاره، د دواړو هیوادونو د ګډې تخنیکي کمیټې تعقیبي غونډه په کابل کې ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: "په دې غونډه کې، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي، د ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د حل او د اړینو اسانتیاوو برابرولو، د کرهڼې د سکټور د ماډرن کولو په برخه کې د ګډې همکارۍ د رامنځته کولو، د ټرانسپورټ سکتور کې د شویو پریکړو د پلي کولو، په کانونو کې پانګونې او د ایران او افغانستان د ګمرکونو په سکتور کې د ډیرو اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث او بیاکتنه وشوه."
په دې غونډه کې همدارنګه په راتلونکي کې د دې کمېټې د غونډو پر دوام او د تهران او کابل ترمنځ د اقتصادي تړون په بشپړ پلي کېدو ټینګار وشو.
*/*/*/
د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کلکه د بګرام هوايي اډې ته د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) د ننوتلو خبره رد کړه او دا یې یوه اوازه وبلله. مجاهد ټینګار وکړ چې کابل به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړي چې داسې اقدام وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو ادعا کړې وه چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) مرستیال رییس په پټه د امریکا د هوايي ځواک په سي-۱۷ الوتکه کې د بګرام هوايي اډې ته تلی دی. دا ادعا هم وشوه چې طالبانو د بګرام اډه متحده امریکې ته سپارلې ده.
دا خبرونه داسې مهال خپریږي چې امریکې ته د بګرام اډې د سپارلو په هکله هیڅ معتبر رپورټ یا ویډیو وغیره نه ده خپره شوې او طالبانو هم دا خبره رد کړې ده.
*/*/*/
د طالبانو سرپرست حکومت یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه. د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: "دا څوکۍ د افغانانو حق دی او باید د اوسني حکومت یو استازي ته ورکړل شي ترڅو هغه د نړیوالې ټولنې اندیښنو ته ځواب ووایی."
فطرت په دې اړه روښانه کړه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ زمونږ د خلکو حق دی او باید اوسني نظام ته وسپارل شي ترڅو د افغانانو سم استازیتوب وشي او د افغانستان په اړه راپورته شوې اندیښنې حل شي.
نزدې درې نیم کاله وروسته له دې چې طالبانو د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ، په دې نړیوال سازمان کې د افغانستان رسمي څوکۍ لاهم د پخواني حکومت د استازي په لاس کښې ده. دا په داسې حال کښې ده چې د طالبانو سرپرست حکومت په دې موده کې په کراتو د دې څوکۍ د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست سهیل شاهین یو ځل بیا په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له څوکۍ څخه له سیاسي ګټه اخیستنې ډډه وکړي.
*/*/*/
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د متحده عرب اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په ګډون د مختلفو مسئلو په اړه خبرې وکړې. متقي له سیف محمد الکتبي سره په لیدنه کې له متحده عرب اماراتو سره د افغانستان اړیکې مثبتې و ارزولې او هیله یې څرګنده کړه چې ابوظبي ته د هغه د وروستي سفر په جریان کې د شویو تړونونو په پلي کیدو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې نوره هم پراختیا ومومي.
الکتبي هم په دې غونډه کې د ابوظبي او کابل ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل چې کابل ته یې د سفر موخه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د وروستیو هوکړو تعقیبول وو.
*/*/*
په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) په غونډه کې نړیوالو سازمانونو او د مرستندویه هیوادونو استازو له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام پر حیاتي اهمیت ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې په هیواد کې بشري بحران عاجلو او دوامداره حل لارو ته اړتیا لري.
د افغانستان د همغږۍ ډلې دوه ورځنۍ غونډه په استانبول کې د مرستندویه هیوادونو، نړیوالو مالي سازمانونو او د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون ترسره شوه. د دې غونډې موخه له افغانانو سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پلانونو بیاکتنه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو غږملوونکې، اندرا راتوات، په دې غونډه کې ټینګار وکړ : که مونږ غواړو له افغانانو سره مرسته وکړو نو باید سمدستي مرستو ته دوام ورکړو او همدارنګه په هیواد کې تلپاتې ثبات ته لاره هواره کړو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) استازو هم په دې غونډه کې په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د ۲۱.۳ ملیارد ډالرو راټولولو یادونه وکړه او اعلان یې وکړ چې دا اندازه د تیرو کلونو په پرتله زیاته شوې ده.
په عین حال کښې د ملګرو ملتونو ماموریت خبرداری ورکړ چې نړیوال مالي بحران کولی شي په افغانستان کې شوي پرمختګونه له خطر سره مخ کړي. د کارپوهانو په وینا، دا بحران نه یوازې د افغانانو په ګټه نه دی، بلکې کولی شي د سیمې په امنیت هم اغیزه وکړي.
*/*/*/*/*/
د اسراییلو لخوا د غزې د اوربند له سرغړونې راهیسې، پاکستاني مسلمانان یوځل بیا سړکونو ته راووتل او د نړیوالې ټولنې او د اسلامي هیوادونو له واکمنانو څخه یې د اسراییلو د جرمونو د بندولو لپاره د غبرګون غوښتنه وکړه.
د فلسطین د خلکو ملاتړ کوونکو د جمعې له لمانځه وروسته د پاکستان په مختلفو ښارونو کې له مظلومو فلسطیني خلکو سره د پیوستون او په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندلو لپاره یو بل ولوله ناک لاریون وکړ.
په اسلام آباد، کراچۍ، پېښور، ملتان، حیدراباد، مظفرآباد، کویټه او بهاولپور ښارونو کې په سلګونو خلکو د اسراییلي رژیم پر وړاندې له هغه جهاده خپل ملاتړ اعلان کړ چې په اسلام آباد کې د مشهورو پاکستاني عالمانو لخوا یې وړاندیز شوی و او ټینګار یې وکړ چې یوازې د فلسطینیانو تر څنګ جهاد کولی شي د اسراییلو د قطعي ماتې لامل شي.
د لاریون ویناوالو د اسلامي هیوادونو د حکومتونو او وسله والو ځواکونو د مشرانو لخوا د فلسطین د دفاع او بشري مرستو، په ځانګړې توګه د جنګي اکمالاتو او مالي مرستو د لیږلو لپاره د ګډې ستراتیژۍ د پراختیا غوښتنه وکړه.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد او جنوبي بندري ښار کراچۍ کې هم د جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام تر ملاتړ لاندې پراخې صهیونیسټ ضده مظاهرې وشوې او لاریون کوونکو د "مرګ پر اسراییل" او "مرګ پر امریکا" شعارونه ورکول.
*/*/*/
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د صهیونیسټانو د جنایتونو په ځانګړې توګه د غزې د اوسیدونکو د محاصرې دوام ته اشاره وکړه او ویې ویل: پاکستان غواړي فلسطینیانو ته د بشري مرستو لیږل بیا پیل شي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر اسراییلو فشار راوړي.
علي خان همدارنګه د نیواکګرو صهیونیسټي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د ځپلو په برخه کې د قصدي اقداماتو، په ځانګړې توګه په غزه کې د طبي پرسونل د وحشیانه وژنې غندنه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان یو دوست او ګاونډی هیواد دی او دواړه هیوادونه له مختلفو لارو څخه له یو بل سره په تماس کې دي."
شفقت علي خان په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ د راتلونکو غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه دا هم وویل: "د ایران اټومي تړون د ډیپلوماتیکو حل لارو په ذریعه د پیچلو شخړو د سوله ایز حل یوه روښانه بیلګه ده، او مونږ د دې طریقې د ترویج ملاتړ کوو."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې اسلام آباد د ایران د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو قوي ملاتړی دی او په دې برخه کې د برجام په نامه ایټمي موافقې د بیا ژوندي کولو لپاره د ټولو خواوو د هڅو ملاتړ کوي.
شفقت علي خان د ټرمپ د حکومت له خوا د پاکستان پر وړاندې د نویو تعرفو په ځواب کې زیاته کړه: "اسلام آباد دا وضعیت څاري او مونږ ویلی شو چې دا ډول اقدامات به د پراختیاغواړو هیوادونو لپاره اوږدمهاله پایلې ولري."
*/*/*/