د افغانستان په بازار کښې د پاکستان ونډه زیاته شوې ده
په تېر کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ودې د افغانستان په بازار کښې د صادراتي توکو په برخه کې د اسلام آباد ونډه ۸۴ سلنه زیاته کړې ده.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د سایټ د خبریال په وینا، د پاکستان دي نیشن ورځپاڼې په یو سرټکي کښې لیکلي دي: "افغانستان ته د پاکستان صادرات ۸۴ سلنه زیات شوي دي."
ورځپاڼې د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو په حواله ویلي چې په دې موده کې افغانستان ته د هیواد د صادراتو ارزښت څه باندې ۵۹۲ ملیون ډالرو ته رسیدلی دی.
د دې راپور له مخې، د تیر کال په ورته موده کې افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات ۳۲۱ ملیون ډالر و.
د یوې پاکستاني ورځپاڼې د راپور له مخې، له افغانستان څخه واردات هم ۴۲ سلنه زیات شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري تل د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له امله له ننګونو سره مخ شوې ده. د وروستي کړکېچ په لړ کښې د تورخم مهمه پوله نږدې یوه میاشت تړل شوې وه، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې لوی زیان ورسوه.