د افغانستان په بازار کښې د پاکستان ونډه زیاته شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159042-د_افغانستان_په_بازار_کښې_د_پاکستان_ونډه_زیاته_شوې_ده
په تېر کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ودې د افغانستان په بازار کښې د صادراتي توکو په برخه کې د اسلام آباد ونډه ۸۴ سلنه زیاته کړې ده.
(last modified 2025-04-14T03:36:43+00:00 )
Apr 14, 2025 08:01 Asia/Kabul
  •  د افغانستان په بازار کښې د پاکستان ونډه زیاته شوې ده

په تېر کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ودې د افغانستان په بازار کښې د صادراتي توکو په برخه کې د اسلام آباد ونډه ۸۴ سلنه زیاته کړې ده.

د فارس خبري اژانس د افغانستان د سایټ د خبریال په وینا، د پاکستان دي نیشن ورځپاڼې په یو سرټکي کښې لیکلي دي: "افغانستان ته د پاکستان صادرات ۸۴ سلنه زیات شوي دي."

ورځپاڼې د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو په حواله ویلي چې په دې موده کې افغانستان ته د هیواد د صادراتو ارزښت څه باندې ۵۹۲ ملیون ډالرو ته رسیدلی دی.

د دې راپور له مخې، د تیر کال په ورته موده کې افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات ۳۲۱ ملیون ډالر و.

د یوې پاکستاني ورځپاڼې د راپور له مخې، له افغانستان څخه واردات هم ۴۲ سلنه زیات شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري تل د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له امله له ننګونو سره مخ شوې ده. د وروستي کړکېچ په لړ کښې  د تورخم مهمه پوله نږدې یوه میاشت تړل شوې وه، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې لوی زیان ورسوه.