ټرمپ په ریاض کې ویلي: له افغانستان څخه وتل شرمناک و
د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې له افغانستان څخه وتل د امریکا په تاریخ کې ډیره د شرم خبره ده.
ډونلډ ټرمپ په خپله تکراري نظر څرګندونه کې وویل چې که هغه ولسمشر وای، "له افغانستان څخه به شرموونکی وتل هیڅکله نه وای پیښ شوي" او دا شرم به نه وای پیښ شوی.
په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې له افغانستان څخه د امریکا وتل یو ناورین و او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بیړني وتل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې دا جرئت ورکړ چې پر اوکراین برید وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې هم له افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ بللې وه.
ټرمپ او ځیني نور امریکايي چارواکي دا ادعاوې په داسې حال کښې کوي چې د افغانستان د شل کلن نیواک په دوران کښې د امریکې او د هغې د انډیوالو هیوادونو ځواکونو په افغانستان کښې بې شمیره جنایتونه کړي او د دغه هیواد د خلکو لپاره یې له بدبختۍ پرته بله نتیجه نه ده لرلې.