د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د پولیو واکسین پیلېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160574-د_افغانستان_په_ټولو_ولایتونو_کې_د_ماشومانو_د_پولیو_واکسین_پیلېږي
نن (دوشنبه) په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسیناسیون عمومي کمپاین پیلېږي.
(last modified 2025-05-25T23:40:21+00:00 )
May 26, 2025 04:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د پولیو واکسین پیلېږي

نن (دوشنبه) په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسیناسیون عمومي کمپاین پیلېږي.

د دې کمپاین په ترڅ کې، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې هممهاله پیل کېږي، میلیونونو تر پنځه کلونو کشرو ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

د کمپاین په لړ کې به روغتیايي کارکوونکي کور په کور ګرځي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ ماشوم له واکسینه پاتې نه شي، او د وایرس د خپرېدو مخنیوی وشي.

روغتیايي چارواکو ټینګار کړی چې د دې کمپاین اساسي هدف د پولیو بشپړه له منځه وړل دي.

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو وایرس د محوه کېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو لا هم افغانستان یو له څو ګوته په شمېر هېوادونو څخه دی چې د پولیو وایروس محوه شوی نه دی.

پولیو یوه ډېره ساري ویروسي ناروغي ده چې ډېر وخت ماشومان تر اغېز لاندې راولي. دا ناروغي د دایمي فلج سبب کېدای شي، او په ځینو مواردو کې د مړینې سبب کېږي. که څه هم پر له پسې واکسینونو د پولیو پېښې کمې کړي، خو امنیتي ستونزې، ناسم معلومات، او د ځینو سیمو ستونزمن جغرافیایي حالت د دې کمپاینونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) او یونیسف په ګډون روغتیايي کارپوهان له کورنیو غوښتنه کوي چې له واکسین ورکوونکو ټیمونو سره همکاري وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هر ماشوم واکسین ترلاسه کړي.