افغانستان بانک له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم کړل
د افغانستان بانک اعلان کړی چې له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم شوي دي او اوس خلک کولی شي له خپلو حسابونو (اکاونټونو) څخه د پخوا په پرتله زیاتې پیسې وباسي.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د دې نوي پرېکړې له مخې د افغانیو حساب لرونکي کولای شي په اوونۍ کې تر ۳ لاکه ۵۰ زره افغانیو پورې او په میاشت کې یو ځل تر ۱ میلیون یعنې لسو لاکو افغانیو پورې پیسې وباسي.
د ډالر حساب لرونکي کولای شي په اوونۍ کې تر ۵،۰۰۰ ډالرو پورې او په میاشت کې یو ځل تر ۱۵،۰۰۰ ډالرو پورې پیسې وباسي.
همداراز هغه انفرادي حسابونه چې تر ۲ میلیون افغانیو یا ۳۰ زرو ډالرو پورې موجودي لري، د ایستلو محدودیت نه لري.
همداراز، هغه شرکتي حسابونه چې تر ۳.۵ میلیون افغانیو یا ۵۰ زره ډالرو پورې موجودي لري، د ایستلو محدودیت پرې نه لګیږي.
د۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د افغانستان بانکي برخه له سختو ستونزو سره مخامخ شوه. د افغانستان بانک له هماغه وخت راهیسې په انفرادي او شرکتي حسابونو سخت محدودیتونه لګولي وو چې دا پرېکړه اوس تر ډېره نرمه شوې ده.