ننګرهارکې دتودوخې زیاتیدو له امله ساري ناروغۍ هم زیاتې شویدي
د افغانستان روغتیایي چارواکي وایي، په موسمي ناروغانوکې دنورو په پرتله د ماشومانو شمیره لوړه ده
له جلال آباده زمونږ خبریال وايي چې د ننګرهار انتاني روغتون چارواکي وایي، په دي ولایت کې د تودوخې دلوړیدو له امله د ساري ناروغیو کچه هم لوړه شویده> دننګرهار انتاني روغتون مشر ډاکترسید محمد محمدي وایي، دتیرو شپږو میاشتو راهیسې په ټولیز ډول نږدې څوارلسو زرو ناروغانودکرونا،نس ناستې،ملاریا، دینګي او شري ناروغیو له امله روغتون ته مراجعه کړې، چې ډیره برخه یې دتودوخې له پیل وروسته روغتون ته راغلي دی>
هغه زیاتوي: له دغو ناروغانو څخه خواوشاه یوزر او شپږ سوه تنه دناروغۍ له امله په روغتون کې بستري، او تر درملنې وروسته بیرته خپلو کورونوته ستانه شوي دي.
ډاکترمحمدي وایي ،په دې موده کې روغتون ته د بیلابیلو ساري ناروغیو له امله په راغلو ناروغانو کې په شري ناروغۍ اخته ماشومانو شمیر زیات دی، هغه وایي ۱۳ تنه ناروغانوپه روغتون کې ساه ورکړی ،چې یو تن یې دکرونا ناروغۍ او پاتې نور یې په شري ناروغۍ اخته ماشومان وو.
د ننګرهار انتاني روغتون مشرډاکتر سید محمد محمدي د موسمي ناروغیود زیاتیدو لامل، پر تودوخۍ سربیره پر خپل وخت کوچنیانوته د بیلابیلو ناروغیو واکسین نه تطبیقول بولي. دغه روغتون ته له ناروغانو سره ورغلي کسان دروغتیا پالانوله چلند او دهغوی د ښې درملنې له امله خوښ دي او وایي، درملنه یې ترډیره په وړیا توګه تر سره شویده.
په ننګرهارکې دپخواپه پرتله د دولتي او خصوصي روغتونونو شمیر او ورسره روغتیایي اسانتیاوته دخلکو لاسرسی زیات شوی خو خلک وایي، په روغتونونو کې هغه ډول چې اړتیا یې ده روغتیایي چوپړتیاوې په سمه توګه نه تر سره کیږي، او همدا لامل دی چې لا هم ډیری ناروغان ددرملنې په موخه له هیواده بهر ځي.