ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا نوی نماینده وټاکل شو
د افغانستان لپاره د امریکا سیاسي ماموریت تیره شپه په خپل ایکس پاڼې (پخوانی ټویټر) کې د ډان براون د ټاکنې خبر ورکړ او وې ویل چې د کارن دیکر دنمایندګئ کار پای ته رسیدلی او هغه متقاعد شوی دی.
تسنمی خبری آژانس راپور ورکړ،امریکایی ډیپلومات ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا د نوي ډيپلوماټ په توګه نومول شوی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا سیاسي ماموریت تیره شپه په خپل ایکس پاڼې (پخوانی ټویټر) کې د ډان براون د ټاکنې خبر ورکړ او وې ویل چې د کارن دیکر دنمایندګئ کار پای ته رسیدلی او هغه متقاعد شوی دی.
ډان براون د روان کال د نومبر له میاشت راهیسې د افغانستان لپاره د امریکا د سیاسي ماموریت مرستیال په توګه کار کاوه.
په افغانستان کې د امریکا سفارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته وتړل شو.
په افغانستان کې د امریکا سیاسي ماموریت اوس په قطر کې دی او د افغانستان اړوند چارې له دوحې څخه ترسره کوي. البته په افغانستان کې د قطر سفارت د امریکا د ګټو چارې په غاړه لري.