ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا نوی نماینده وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163664-ډان_براون_د_افغانستان_لپاره_د_امریکا_نوی_نماینده_وټاکل_شو
د افغانستان لپاره د امریکا سیاسي ماموریت تیره شپه په خپل ایکس پاڼې (پخوانی ټویټر) کې د ډان براون د ټاکنې خبر ورکړ او وې ویل چې د  کارن دیکر دنمایندګئ کار پای ته  رسیدلی او هغه متقاعد شوی دی.
(last modified 2025-08-23T00:02:39+00:00 )
Aug 23, 2025 04:30 Asia/Kabul
  •   ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا نوی نماینده وټاکل شو

د افغانستان لپاره د امریکا سیاسي ماموریت تیره شپه په خپل ایکس پاڼې (پخوانی ټویټر) کې د ډان براون د ټاکنې خبر ورکړ او وې ویل چې د  کارن دیکر دنمایندګئ کار پای ته  رسیدلی او هغه متقاعد شوی دی.

تسنمی خبری آژانس راپور ورکړ،امریکایی ډیپلومات ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا د نوي ډيپلوماټ په توګه نومول شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سیاسي ماموریت تیره شپه په خپل ایکس پاڼې (پخوانی ټویټر) کې د ډان براون د ټاکنې خبر ورکړ او وې ویل چې د  کارن دیکر دنمایندګئ کار پای ته  رسیدلی او هغه متقاعد شوی دی.

ډان براون د روان کال د نومبر له میاشت  راهیسې د افغانستان لپاره د امریکا د سیاسي ماموریت مرستیال په توګه کار کاوه.

په افغانستان کې د امریکا سفارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو  واک ته له رسیدو وروسته وتړل شو.

په افغانستان کې د امریکا سیاسي ماموریت اوس په قطر کې دی او د افغانستان اړوند چارې له دوحې څخه ترسره کوي. البته په افغانستان کې د قطر سفارت د امریکا د ګټو چارې په غاړه لري.