په افغانستان کې زورورې زلزلې بیا لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د جرمني د مځکې پېژندنې څېړنيز مرکز (GFZ) وويل چې دا زلزله د يکشنبې په شپه د سيمې پر وخت د شپې کابو پاؤ کم دولس بجې د افغانستان ختيځ او د پاکستان د سرحد په نزدې کې راغلې ده.
د افغانستان ځايي چارواکو اعلان کړی چې په افغانستان کې د ۶.۱ ريشتري زلزلې له امله تر اوسه ۹ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
د ايرنا د راپور له مخې ،د جرمني د مځکې پېژندنې څېړنيز مرکز (GFZ) وويل چې دا زلزله د يکشنبې په شپه د سيمې پر وخت د شپې کابو پاؤ کم دولس بجې د افغانستان ختيځ او د پاکستان د سرحد په نزدې کې راغلې ده.
د افغانستان د ننګرهار ولايت د روغتيا ادارې وياند اجمل درويش وويل، د دغې زلزلې په پايلې کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.
د زلزلې مرکز د ننګرهار ولايت په جلالآباد ښار کې، د زمکې د ۱۴ کيلومتره ژوروالي په کچه و.
کابو ۲۰ دقيقې وروسته، په همدې ولايت کې يوه بله زلزله د ۴.۵ ريشتري په کچه او د ۱۰ کيلومتره ژوروالي سره راغله. له هغې وروسته، يوه بله زلزله هم د ۵.۲ ريشتري په کچه او په همدې ژوروالي سره رامنځته شوه.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه هم يوه ۶.۳ ريشتري زلزله او وروسته سخهتو ټکانونو افغانستان ولړزاوه.
د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې د دې زلزلې په پايله کې لږ تر لږه ۴،۰۰۰ کسان وژل شوي، خو ملګرو ملتو ويلي وو چې د وژل شوو شمېر شاوخوا ۱،۵۰۰ کسان وو.