د افغانستان په کونړ ولایت کښې سختې زلزلې ۸۰۰ کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164060-د_افغانستان_په_کونړ_ولایت_کښې_سختې_زلزلې_۸۰۰_کسان_وژلي
زمونږ خبریال راپور راکړی د کونړ ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې یو شمېر رضاکاران وايي، عاجلو مرستو ته سخته اړتیا ده، خو د لارو خرابوالي زیانمنو ته د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
(last modified 2025-09-02T01:31:37+00:00 )
Sep 02, 2025 05:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان په کونړ ولایت کښې سختې زلزلې  ۸۰۰ کسان وژلي

زمونږ خبریال راپور راکړی د کونړ ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې یو شمېر رضاکاران وايي، عاجلو مرستو ته سخته اړتیا ده، خو د لارو خرابوالي زیانمنو ته د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

رضاکاره مرستندویان وايي چې په لسګونو کلیو کې لا هم مړي تر خاورو لاندې پاتې دي او په دغو سیمو کې له زیانمنو سره د مرستې لپاره هېڅ لاس رسی نشته.

د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او د کونړ د زلزله ځپلو سیمو یو رضاکار نثار احمد احمدي وویل چې خلک د خوراکي توکو، څښاک اوبو او د لومړنیو روغتیایي مرستو له کمښت سره مخ دي.

«په غرنيو سيمو کې چې د موټر ورتګ ستونزمن دی او په لرې پرتو سيمو کې اوس هم په لسګونو کليو کې مړي تر خاورو لاندې پاتې دي، ځايي خلک، حکومت او له ګاونډيو ولايتونو ځوانان راغلي او د دوی را ايستلو هڅې کوي، خو تر اوسه نه دي بريالي شوي، د نورو ستونزو ترڅنګ دغو غرنيو سيمو ته هم لومړنۍ روغتیایي مرستې نه دي رسېدلي، خلک دغه راز د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ وو، همدا اوس د وایګل ولسوالۍ ځینو برخو ته تللي وو، هلته د وچې ډوډۍ او اوبو ستونزه وه او د خوړلو لپاره هیڅ نه وو.»

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ يو بل مرستندویه عبدالوارث کريمي هم وويل چې زيانمن شوي خلک په عاجله توګه د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو، درملو، سرپناه او سیارو تشنابونو ته اړتيا لري.

د افغانستان د  طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي په ختیځ کې د شپږ اعشاریه صفر  درجې زلزلې له امله له ۸۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

زلزله په ۸ کیلومتره (۵ میله) ژوروالي کې شوې.

دا ډول زلزلې ډېرې ویجاړونکې وي. له کابل تر اسلام‌اباد پورې ودانۍ لړزېدلې دي.

لرې پرتو سیمو کې د زیان اندازې معلومول سخت دي – هیلیکوپټرونه هڅه کوي چې له لرې پرتو سیمو خلک وژغوري.

ویره ده چې ګڼ خلک د ودانیو لاندې بند پاتې دي.

د طالبانو  چارواکي وايي ځینې کلي په بشپړ ډول له منځه تللي دي.