د یوناما مشرې له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی
Sep 06, 2025 04:52 Asia/Kabul
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره د مخې ښې لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې روزا اوتنبایوا په وروستۍ زلزله کې د زیانمنو شویو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او ویلي چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د یوناما مشرې له افغانانو سره پر بشري مرستو ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو ۲۵ ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلې او د حالت له ارزولو وروسته به مرستې پیل شي.
هغې د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې ملګري ملتونه د کډوالۍ دایمي حل په موخه د افغانستان په شمال کې له کډوالو وزارت سره په همغږۍ د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژه پلې کوي او دویم پړاو به یې په نیمروز او فراه ولایتونو کې تطبیق شي.
ټیګونه