د افغانستان په ختیځ کې زلزلې ۲۶۰ زره ماشومان اغېزمن کړي
Sep 06, 2025 01:31 Asia/Kabul
د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې پرلپسې زلزلو د څه باندې ۲۶۰ زرو ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی.
نوموړي سازمان تېره پنجشنبه د وږي پر ۱۳مه په یوه راپور کې لیکلي چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې څه باندې ۲۲۰۰ کسان مړه کړي او د څه باندې ۲۶۰ زرو ماشومانو ژوند یې اغېزمن کړی دی.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي چې د ماشومانو لپاره یې ملاتړې خیمې درولي او د دغه بنسټ روغتیايي ډلې شپه او ورځ خدمات وړاندې کوي.
د راپور له مخې، زرګونه ماشومان بېړنیو مرستو او اوږدمهاله رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
د یادونې ده چې ملګرو ملتونو هم ویلي چې لږ تر لږه ۲۸۰ ماشومان یتیمان شوي او څه باندې پنځه زره کورونه له منځه تللي دي.
ټیګونه