پرون له دوه زرو څخه زیاتې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164408-پرون_له_دوه_زرو_څخه_زیاتې_کورنۍ_افغانستان_ته_ورستنې_شوې
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۲۲۹۳ افغانې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوي دي.
(last modified 2025-09-10T07:21:34+00:00 )
Sep 10, 2025 11:48 Asia/Kabul
  • پرون له دوه زرو څخه زیاتې کورنۍ افغانستان  ته ورستنې شوې

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۲۲۹۳ افغانې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن  راپور ورکړ ۱۳۰۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۲۳۸ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۲۴ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۲۶ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې او ۶۰۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

دوه ورځې وړاندې هم، له ۲۰۰۰ څخه ډیرې کورنۍ افغانستان  ته راستنې شوې.

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو کډوالو وتل دوام لري او په  وروستیو ورځو کې زیات شوي دي.