د پاکستان لومړي وزیر طالبانو ته سخت خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164560-د_پاکستان_لومړي_وزیر_طالبانو_ته_سخت_خبرداری_ورکړ
په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پر ضد د مرګونو بریدونو زیاتوالی، چې د افغانستان د پولې په اوږدو کې ترسره شوي، یو ځل بیا د دواړو ګاونډیو ترمنځ اړیکې کړکېچنې کړې دي.
(last modified 2025-09-14T02:56:20+00:00 )
Sep 14, 2025 07:14 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف
    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف

په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پر ضد د مرګونو بریدونو زیاتوالی، چې د افغانستان د پولې په اوږدو کې ترسره شوي، یو ځل بیا د دواړو ګاونډیو ترمنځ اړیکې کړکېچنې کړې دي.

په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په غبرګون کې د دې هیواد لومړي وزیر شهباز شریف د کابل حکومت ته خبرداری ورکړ چې که په خپله خاوره کې د ترهګرو عناصرو پر ضد اقدام ونه کړي، اسلام‌آباد به نوره حوصله او ملګرتیا ونه کړي. تېره ورځ په سویلي وزیرستان کې د ترهګرو بریدونو له امله ۱۹ پاکستانی پوځیان ووژل شول. 

د دې بریدونو حساسیت دومره زیات و چې د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ قوماندان د خیبر پښتونخوا ایالت بنو سیمې ته ورغلل او  له پاکستاني سیاسي او پوځي مشرانو څخه له افغانستان سره د ګډې پولې په اړه د وضعیت راپور ترلاسه کړ. 

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان سرپرست حکومت ته په خپلو خبرو کې سخت خبرداری ورکړ او دا هېواد یې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد په کمزوري اقدام تورن کړ.

هغه وویل: «موږ د افغانستان له اوسني حاکمیت سره خبرې کوو او که دوی له پاکستان سره د ريښتنې دوستۍ او همکارۍ غوښتونکي دي، باید د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي، که نه نو دا به د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي او اسلام‌آباد به نور د کابل سره د ملګرتیا په فکر کې نه وي.» 

د پاکستان پوځ هم د یوې اعلامیې په ترڅ کې ادعا وکړه چې د هند استخباراتي ادارې په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې په اوږدو کې د ترهګرو عناصرو ملاتړ کوي. 

په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د وروستیو بریدونو پورې اړوند کره شواهد او معلومات ترلاسه کړي، چې د افغانستان وګړې په دې بریدونو کې مستقیمه ونډه درلوده او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول شوې ده. 

د پاکستان پوځ د دې بریدونو د دوام په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه او د افغانستان سرپرست حکومت ته یې وویل: «موږ له کابل څخه غوښتنه کوو چې په خپلو مسئولیتونو عمل وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکارول شي.»