فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی
-
فاروق اعظم
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرچینو ویلي چې د دې وزارت سلاکار فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی او د کابل نظارت دفتر ته لېږدول شوی دی.
فاروق اعظم وروسته له هغې نیول شوی چې د کنر ولایت زلزلې وروسته یې وړاندیز کړی و چې ښځینه نرسان دې د زیانمنو کسانو د مرستې لپاره کڼر ټه واستول شي ترڅو د ښځو د تعلیم مخالفو طالبانو ته درس ورکړل شي.
سرچینو ویلي چې فاروق اعظم د کابل نظارت دفتر ته لېږدول شوی او قضیه یې نظامي محکمې ته استول شوې ده.
فاروق اعظم په خپل وروستي فیسبوک پوسټ کې لیکلي وو: «ښځینه نرسان باید کڼر ته ولاړې شي ترڅو طالبانو ته وښودل شي چې د ښځو تعلیم ګټور دی. دا به د ښځو د تعلیم د اهمیت عملي بېلګه وي.»
هغه همداراز له کورنیو او بهرنیو متخصصو ښځینه روغتیايي کارکوونکو غوښتي وو چې ژر تر ژره د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي.
هغه په یوه پوښتنه کې لیکلي وو: «ایا زموږ تحصیل لرونکې ښځې کولای شي په ټولنه کې د خپل موقعیت د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني وښيي؟ که ځواب مثبت وي، اوس یې وخت دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو له ۵۰٪ څخه زیات ښځې دي.