امریکا: په چابهار بندر کې د هند تحریمي معافیت لغوه کیږي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164802-امریکا_په_چابهار_بندر_کې_د_هند_تحریمي_معافیت_لغوه_کیږي
د امریکا حکومت اعلان وکړ چې په ایران کې د چابهار بندر، تحریمي معافیت به لغوه کړي.
(last modified 2025-09-19T11:04:04+00:00 )
Sep 19, 2025 15:32 Asia/Kabul
  • د چابهار بندر
    د چابهار بندر

د امریکا حکومت اعلان وکړ چې په ایران کې د چابهار بندر، تحریمي معافیت به لغوه کړي.

د «ایندین اکسپرس» خبري ویب‌پاڼې لیکلي: د امریکا حکومت د ټرمپ په مشرۍ اعلان کړی چې په ایران کې له بندیزونو څخه د چابهار د بندر معافیت، چې هند پرې کار کوي، لغوه کړي؛ د دې ستراتیژیک بندر پر وړاندې بندیزونه به د سپټمبر له ۲۹، یعنې شاوخوا ۱۰ ورځو وروسته، پلي شي. 

دا اقدام، چې په اصل کې ایران په نښه کړی، د هند لپاره هم جدي منفي پایلې لري؛ ځکه دا هیواد له ایران سره یوځای د چابهار بندر (شهید بهشتي ترمینل) په پراختیا بوخت دی او هند له دې بندر څخه د افغانستان او منځنۍ اسیا ته د لاسرسي لپاره کار اخلي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند «توماس پیګوټ» په یوه اعلامیه کې وویل: د بهرنیو چارو وزیر د  ایران په خلاف د ولسمشر ټرمپ د اعظمي فشار پالیسۍ په لړ کې، هغه معافیت لغوه کوي، چي د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې ودې په موخه د ایران د چابهار بندر لپاره په نظر کې نیول شوی وو.

امریکا  په ۲۰۱۸ کال کې د چابهار بندر پروژه له بندیزونو څخه معاف کړې وه،

د امریکا له دې پریکړې سره سم، همدارنګه د افغانستان لخوا د ایران د نفتي محصولاتو د وارداتو معافیت به هم لغوه شي.

د چابهار بندر یو ژور اوبو بندر دی چې د ایران د سیستان او بلوچستان په ولایت کې موقعیت لري. دا بندر د هند، افغانستان او منځني اسیا هیوادونو لپاره د سوداګریو یوه اسانه لاره بلل کیږي.

دا بندر د افغانستان لپاره ډېر زیات اهمیت لري.