ټول افغانستان کښې ټيلي فوني او مخابراتي اړیکې غوڅې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165250-ټول_افغانستان_کښې_ټيلي_فوني_او_مخابراتي_اړیکې_غوڅې_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر نوري فايبر انټرنېټ له بنديز وروسته په ټول هېواد کې ټليفوني او مخابراتي اړيکې پرې شوې دي. د انټرنېټ د يوې څار ادارې (نېټبلاکس) له مخې اوس مهال نژدې ټول افغانستان له بشپړ مخابراتي بندیز سره مخ دی.
(last modified 2025-09-30T01:20:17+00:00 )
Sep 30, 2025 05:40 Asia/Kabul
  • ټول افغانستان کښې ټيلي فوني او مخابراتي اړیکې غوڅې شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر نوري فايبر انټرنېټ له بنديز وروسته په ټول هېواد کې ټليفوني او مخابراتي اړيکې پرې شوې دي. د انټرنېټ د يوې څار ادارې (نېټبلاکس) له مخې اوس مهال نژدې ټول افغانستان له بشپړ مخابراتي بندیز سره مخ دی.

دغه بنسټ ويلي، "په ټول افغانستان کې د مخابراتي شبکو پراخ بنديز په بشپړ ډول عملی شوی او اوسمهال د انټرنېټ لاسرسی نژدې په ټول هېواد کې پرې شوی دی."

فرانسې خبري اژانس ویلي، په پلازمېنه کابل کې د موبايل په ګډون یې له خپل دفتر سره اړیکه پرې شوه ده.

 د موبايل انټرنېټ او سټلايټ ټلویزيونونه هم په ټول افغانستان کې اغېزمن شوي.

پر ټولنيزو رسنیو ګڼ شمېر خلک وايي چې په افغانستان کې یې له خپلو کورنيو سره اړیکه پرې شوې ده.

له ۲۰۲۱ کال راهيسې چې طالبانو بيا ځلې واک ترلاسه کړی، په بېلابېلو سیمو  کې  یې ګڼ شمېر محدوديتونه وضع کړي دي.

راپورونه وايي، له کابل نړيوال هوايي ډګره الوتنې هم اغېزمنې شوې دي.

 ناتائيد شوې راپورونه وايي، د کام اېر هوايي شرکت او اريانا الوتنې د انټرنېټ پرې کېدو له کبله لغوه شوې دي.

د انټرنېټ د څار ادارې مډسټن سوشل پر ټولنیزه رسنۍ يوه پوست کې لیکي، "اوس مهال افغانستان د بشپړ انټرنېټ له بنديز سره مخ دی، ځکه د طالبانو چارواکي د اخلاقي تدابيرو د پلي کولو هڅه کوي، ګڼ شمېر شبکې يو پر بل پسې بندې شوې او اوسمهال د ټليفون خدمتونه هم اغېزمن شوي دي."

له تېرو دوو اوونيو راهيسې د طالبانو حکومت په څو ولايتونو کې يو پر بل پسې د نوري فايبر له لارې پر انټرنېټ بنديز لګولی چې وروستی بندیز یې د دوشنبې په ورځ په کابل ښار کې و.

طالب چارواکو وړاندې ويلي وو چې دا ګام "د منکراتو د مخنیوي" په موخه اخیستل شوی او د اړتیا لپاره به په هېواد کې دننه "بدیله لار ورته جوړېږي."

فايبر اپټېک يا نوري فايبر کېبلونه په خورا چټکۍ سره ډېټا لېږدوي چې د نړۍ د انټرنېټ يوه لويه برخه پرې چلېږي.

کارپوهان اټکل کوي چې د طالبانو حکومت له خوا پر انټرنېټ بندیز به نه يوازې د خلکو ورځنۍ ژوند اغېزمن کړي بلکې د سوداګرۍ، بانکي خدمتونو، زدکړو بهير او روغتيايي سيستم په ګډون ګڼې برخې له جدي ګډوډۍ سره مخامخ کړي.

د طالبانو حکومت یوه چارواکي ومنله،‌ چې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزیر د انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه وربللي وو او لارښوونه یې ورته کړې چې پرون له پنځو بجو وروسته دې په ټول کابل کې نوري فایبر انټرنټ بند کړي.‌

معلومه شوې،‌ چې له پنځو بجو وروسته د پلازمېنې کابل په ځینو سیمو کې دنوري فایبر انټرنټي کرښې پرې شوې دي.

د دغې سرچینې په وینا، دا پرېکړه "د ط طالبانو د مشرتابه" له خوا شوې او پلې کېږي.‌

په کابل کې څو کسانو وویل، د نوري فایبر انټرنټ یې کار نه کوي.

تېرو دوه اونیو کې د نوري فایبر شبکې د بندولو په اړه د طالبانو حکومت پرېکړې دا وېره رامینځته کړې وه چې ښايي د انټرنټ پرېکېده به کاروبارونو او عام ژوند کې لویه ستونزه رامنځ ته کړي.