افغانستان له بنګله دېش څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165794-افغانستان_له_بنګله_دېش_څخه_د_یو_ورځنیو_سیالیو_لوبلړۍ_وګټله
وروسته له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د پنجشنبې په ورځ بنګله دېش ته په لومړۍ یو ورځینۍ یا پنځوس اوره سیالۍ کې په ۵ ویکټونو ماته ورکړه، پرون یې دوهمه یو ورځینۍ سیالي په ۸۱ منډو وګټله. ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې یوه بله مسابقه هم وکړي خو ننني بري په پنځوس اوره سیالیو کې افغانستان ګټونکی کړ.
(last modified 2025-10-12T03:09:06+00:00 )
Oct 12, 2025 07:34 Asia/Kabul
  • افغانستان له بنګله دېش څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

وروسته له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د پنجشنبې په ورځ بنګله دېش ته په لومړۍ یو ورځینۍ یا پنځوس اوره سیالۍ کې په ۵ ویکټونو ماته ورکړه، پرون یې دوهمه یو ورځینۍ سیالي په ۸۱ منډو وګټله. ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې یوه بله مسابقه هم وکړي خو ننني بري په پنځوس اوره سیالیو کې افغانستان ګټونکی کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، له بنګله دېش یو ورځنۍ سیالۍ وګټلې.

وروسته له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د پنجشنبې په ورځ بنګله دېش ته په لومړۍ یو ورځینۍ یا پنځوس اوره سیالۍ کې په ۵ ویکټونو ماته ورکړه، پرون  یې دوهمه یو ورځینۍ سیالي په ۸۱ منډو وګټله. ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې یوه بله مسابقه هم وکړي خو ننني بري په پنځوس اوره سیالیو کې افغانستان ګټونکی کړ.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ یا توپ وهنه ابراهیم ځدراڼ وکړه. ده په ۱۴۰ توپونو ۹۵ منډې وکړې. دا د ابوظهبي په لوبغالي کې ډېرې منډې دي.

په توپ اچونه کې بیا راشد خان ښه لوبه وکړه .

عظمت الله عمرزی د تل په شان بیا هم ښه وځلېد. که څه هم ده په توپ ویشتنه کې د پخوا په شان ښه لوبه ونه کړای شوه خو د بنګله دېش درې لومړي مهم لوبغاړي یې وسوځول. عظمت دا کار په ۷ اورونو کې وکړ.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله دېش وروستۍ مسابقه د اکتوبر په ۱۵ نېټه بیا هم د ابوظهبي په لوبغالي کې وي.