د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کابل ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166402-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزارت_مرستیال_وزیر_کابل_ته_تللی
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د ایران سفارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌ابادي کابل ته ورغلی.
(last modified 2025-10-27T02:39:26+00:00 )
Oct 27, 2025 04:48 Asia/Kabul
  • د ایران  د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کابل ته تللی

زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د ایران سفارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌ابادي کابل ته ورغلی.

په کابل کې د ایران سفارت پرون خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې غریب‌ابادي به په دغه سفر کې له طالب چارواکو سره پر سرحدي، حقابې(د اوبو د حق ) او قضايي  ملګرتیاو خبرې وکړي.

څو ورځې وړاندې هم د ایران یو بل پلاوی کابل ته تللی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وار وار ټینګار کړی چې د حقابې او سرحدي ستونزو په تړاو یې اختلافات نه دي حل شوي.