د هرات صنعتي تولیدات د اروپا، امریکا او اسیا بازارونو ته صادرېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166648-د_هرات_صنعتي_تولیدات_د_اروپا_امریکا_او_اسیا_بازارونو_ته_صادرېږي
د هرات د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وایي، د دې ولایت د شاوخوا ۱۰۰ صنعتي شرکتونو تولیدات د اروپا، امریکا او اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي.
(last modified 2025-11-02T01:03:57+00:00 )
Nov 02, 2025 05:31 Asia/Kabul
  • د هرات صنعتي تولیدات د اروپا، امریکا او اسیا بازارونو ته صادرېږي

د هرات د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وایي، د دې ولایت د شاوخوا ۱۰۰ صنعتي شرکتونو تولیدات د اروپا، امریکا او اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي.

د یادې خونې رییس عبدالناصر امین ویلي، د هرات اصلي صادراتي توکي نخي تار، المونیمي لوښي، بېلابېل مشروبات، خوراکي مواد او اچار دي.

د هغه په وینا، په صنعتي ښارګوټي کې تولیدېدوونکی نخي تار د نړیوالو معیارونو سره سم دی او ترکیې او چین ته صادریږي.

هغه ویلي، د کورنیو تولیداتو کیفیت او بسته‌بندي په وروستیو کلونو کې ښه شوې او دا مهال شاوخوا ۳۵۰ ډوله صادراتي توکي د هرات په فابریکو کې تولیدېږي.