د افغانستان په شمالي سیمو کښې زلزلې څلور کسان وژلي
Nov 03, 2025 07:27 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان شمال او شمال ختیځې سیمې نن سهار شپږ اعشاریه درې درجې سختې زلزلې ولړزولې چې له کبله یې تراوسه څلور کسان وژل شوي او له شپیتو ډیر ژوبل شوي دي.
ویره شته چې د مړو او د ژوبلو کسانو شمیر نور هم پسې زیات شي.
دغه زلزله د افغانستان په اکثرو سیمو او دغه راز ګاونډیو هیوادونو کښې هم احساس شوي ده.
ټیګونه