د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ایران ته را رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168146-د_افغانستان_د_لوړو_زده_کړو_وزیر_ایران_ته_را_رسیدلی
د افغانستان د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وياند حافظ ضياء الله هاشمي وايي، چې د دې وزارت وزير شيخ نداء محمد‌ نديم په مشرۍ یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد تللی.
(last modified 2025-12-06T10:20:59+00:00 )
Dec 06, 2025 14:50 Asia/Kabul
  •  د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ایران ته را رسیدلی

د افغانستان د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وياند حافظ ضياء الله هاشمي وايي، چې د دې وزارت وزير شيخ نداء محمد‌ نديم په مشرۍ یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد تللی.

 

 د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړيکو پراختيا ښودل شوې ده.

دغه راز په پام کې ده، چې ښاغلی ندیم به د علمي اړیکو پراختیا، متقابلو تجربو شریکولو او علمي همکاریو راجلبولو په موخه د ایران هېواد له مسؤلینو سره د خبرو تر څنګ، د دغه هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړي.

د سياسي چارو کارپوه محمد عیسی مبارز وايي، د ایران او افغانستان د چارواکو دا لیدنې د روغتیا او درمل جوړونې په سکتورونو کې ګټورې تمامېدای شي.

د ایران او افغانستان د چارواکو دا تازه سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکې تر پخوا زیاتې پیاوړې شوې او د لا پراختیا په حال کې دي.