په افغانستان کې د پولیو خطر اوس هم شته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168440-په_افغانستان_کې_د_پولیو_خطر_اوس_هم_شته
په افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون نوی پړاو پیل کیږي ترڅو د دې ناروغۍ سره مبارزه وشي.
(last modified 2025-12-15T03:25:06+00:00 )
Dec 15, 2025 07:52 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کې د پولیو  خطر اوس هم شته

په افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون نوی پړاو پیل کیږي ترڅو د دې ناروغۍ سره مبارزه وشي.

د فارس خبري اژانس په لیکنه، له "ګوزڼ څخه پاک افغانستان" سازمان د افغانستان په ځینو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د نوي پړاو پیل اعلان کړ او دا هغه اقدام دی چې د ناروغۍ د قضیو د دوامداره پیژندنې په شرایطو کې ترسره کیږي.

د دغه سازمان په وینا، دغه عملي کمپاین له نن  دوشنبې راهیسې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې پیل شوی خو د پلي کولو د جغرافیایي ساحې او مودې په اړه یې جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، سږکال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې په بادغیس او هلمند ولایتونو پورې اړه لري.

افغانستان لاهم د پولیو ویروس څخه اغیزمن شوی هیواد ګڼل کیږي، او سږکال، په ملګرو ملتونو پورې اړونده سازمانونو، د افغانستان له سرپرست حکومت سره په همغږۍ، د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د واکسیناسیون څو پړاوونه پلي کړي دي.